ځوانیمرګه ستا زېب ته چا په بده سترګه وکتل
ملنګ دی ځار شه که مولا په بده سترګه وکتل
ما داسی روښانه زېب دچا لیدلی نه وو
ما لېوه چی تاته دښکار په سترګه وکتل
شوګیر ناست ووم په ورځو اوشپو شپو
غـــزل ته می ستا دوفا په سترګه وکتل
زه ملامته او بې جراته څه ویلی نشم
ما ستا ښکلا ته د رویا په سترګه وکتل
بهیره اوس ګرځه په دښتو او میرو کی
تا نو ولی لیلا ته په رڼا سترګه وکتل
No comments:
Post a Comment